غزل
که په غزل که په دعا مې دا خبره وکړه
تا ته می وکتل په تا مې دا خبره وکړه
ما به وې مرم د مرګ خبره دې چې بیا و نه کړې
تا به وی مړه دی شم که بیا مې دا خبره وکړه
زه دا منم ، درته مې ووې نوره ستړې یمه
خو ستا به پام و ؟ په ژړا مې دا خبره وکړه
نن به دې وژنم ، خو چې مور مې وه که خور به مې وه
بیا په سلګو وه چې بابا مې دا خبره وکړه
واه موسیقۍ ! مئين روحونه زنګوې درسره
ستا د پاولیو په شرنګا مې دا خبره وکړه
په تا مئېن یم ، ته مې ځان یې ، ته مې زړه او ځیکر
لاس مې په زړه ، په یوه ساه مې دا خبره وکړه
جلاله ! مخامخ مې و نه وې، ترې جنګ جوړیده
خو ته چې لاړې پس شا مې دا خبره وکړه
برچسب : نویسنده : نجیب الله آرین aryanbaktash بازدید : 263